خبرونهنړۍ

د حماس او حزب الله بريدونو کې ۱۸ صهيونيستي پوځيان وژل شوي

هيواد:د راپورونو له مخې د غزې په شمال کې د حماس اسلامي غورځنګ په بريدونو کې ۱۲ تنه صهيونيستي اشغالګر پوځيان وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپيان شوي دي.د حماس غورځنګ پوځي څانګې “القسام لېوا” خبر ورکړي، چې اشغالګرو ته دغه مرګ ژوبله پرون دوشنبه د غزې تړانګې په شمالي سيمو کې اوښتې ده.دغه راز د لبنان د اسلامي مقاومت غورځنګ “حزب الله ادعا کړې ده، چې د لبنان-اسرائيلو پر پوله يې د صهيونيستانو يو شمېر اهداف په توغنديو ويشتلي، چې له امله يې ۶ تنه اسرائيلي پوځيان وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان شوي دي.د نړيوالو رسنيو د راپورونو له مخې د حماس او اسرائيلو ترمنځ په څه باندې سل ورځنۍ جګړه کې د لسګونو مهمو قومندانانو په ګډون سلګونه اسرائيلي پوځيان وژل شوي، زرګونه نور ټپيان شوي او ورځ تر بلې د اسرائيلي پوځيانو  مرګ ژوبله د زياتېدو په حال کې ده.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *