
د افغانستان د حرفوي او فني تعلمياتو ادارې زده کوونکو بې پيلوټه الوتکه جوړه او هوا ته بې پورته کړه.دغه زده کوونکي وايي: د دوی جوړه بې پيلوټه الوتکه تر دوه کيلومتره الوتنه کولی شي.د يادې ادارې مشر غلام حيدر شهامت د دغې الوتکې د الوتنې ويډيو په خپله ټوېټر پاڼه خپره کړې ده.نوموړي ليکلي (( زموږ په ځوان نسل کې ډېرې وړتياوې شته او پټې دي چې تر اوسه ترې ګټه نه ده اخيستل شوې.))د ده په وينا: د حرفوي او فني تعليماتو اداره دا وړتيا او اراده لري، هر ځوان چې غواړي هېواد ته خدمت وکړي ملاتړ يې وکړي.ده په خپلو خبرو کې يو ځل بيا په ټولو غږ کړي، چې راځي خپل هېواد په خپله جوړ کړو.د يادونې وړ ده، چې دغې ادارې څه موده وړاندې د افغانستان لومړنۍ جوړ شوی موټر هم نندارې ته وړاندې کړ، چې په نړيواله کچه وستايل شو او په ميليونو ډالرو د پېر وړانديزونه يې وشول.