افغانستانخبرونه

د حج فريضې د اداء کولو لپاره د افغان کډوالو پر سهميه بحث وشو

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست خليل الرحمن حقاني د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له سرپرست شېخ نورمحمد ثاقب سره د هغه د کار په دفتر کې وکتل.په دې کتنه کې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست خليل الرحمن حقاني د راستنو شويو هېوادوالو لپاره د حج فريضې د اداء کولو پر تګلاره، سهمونو او د نورو اسانتياوو د رامنځته کولو په اړه خبرې کړي دي.ټاکل شوې ده، چې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت له لوري سږکال هم د تېر په څېر ٦٠٠ تنه افغان کډوال د حج فريضې د اداء کولو لپاره ولېږدول شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *