
د جوزجان د قوشتپې ولسوالۍ اوسېدونکي مخابراتي خدمتونو ته د نهلاسرسي څخه شکايت کوي او وايي: د تلېفوني اړيکو ټينګولو لپاره اړ دي ،چې نيم ساعت مزل وکړي او غرونو ته وخېژي.د قوشتپې ولسوالۍ اوسېدونکي فدامحمد وايي، چې دوی د يوې تلېفوني اړيکې لپاره غرونو ته پورته کېږي او په وينا يې، له غوره مخابراتي خدمتونو محروم دي.نوموړي وويل: (( ټول خلک که هر څوک وي، له ارتباطي وسايلو څخه کار اخلي، خو موږ د قوشتپې اوسېدونکي ترې محرومه يو. هر يو چې وګورې که هغه ښځې وي، يا بل څوک د تلېفوني اړيکو ټينګولو لپاره غره ته ځي.))په همدې حال کې د يادې ولسوالۍ بل اوسېدونکی عبدالخالق هم وايي، چې د يادې سيمې ډېری خپل او خپلوان د هېواد په نورو ولايتونو او بهرنيو هېوادونو کې ژوند کوي او دوی اړي دي ،چې دې ژمي کې د يوې تلېفوني اړيکې ټينګولو لپاره غره وخېژي.ده وويل: (( قوشتپه کې يو سم آنتن نشته، خلک د تلېفوني اړيکو نيولو لپاره غرونو ته روان وي. هوا سړه ده، خو بيا هم خلک اړ دي، ځکه چې خپل خپلوان يې نورو هېوادونو کې دي او دوی بايد غرونو ته پورته شي، څو ورسره اړيکه ونيسي. که دا کار ونه کړو ولايتونو او هېوادونو کې خپلوانو سره اړيکه نشو نيولي. د مخابراتي شبکو کار نه کولو ډېرو ستونزو سره مخ کړي يو.))په همدې حال کې د جوزجان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ رئيس ثناءالله معصوم وايي: په قوشتپې ولسوالۍ کې يې مخابراتي خدمتونو ته د نهلاسرسي ستونزه، مخابراتي شبکو سره شريکه کړې او ډېر ژر به ورته لاسرسي وشي.نوموړي وويل: (( موږ دغه ستونزې د مخابراتي شبکو مسئولانو سره شريکې کړې او موږ ته يې ډاډ راکړ ،چې د دې ستونزې لپاره هڅې روانې دي او ښې پايلې به ورکړي.))دا داسې مهال دي چې تر دې وړاندې د جوزجان په قوشتپې ولسوالۍ کې مخابراتي شبکو فعاليت درلود، خو د وروستيو کلونو جګړو په دليل، د دغو شبکو سايټونو ته زيان رسېدلي او فعاليتونه ځنډېدلي دي.