
د جوزجان ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست مسئولينو د هيواد ملي موزيم ته د هغو ١٢ لرغونو اثارو د سپارلو خبر ورکړ چې د استخراج په ساحه کې د خلکو له خوا موندل شوي دي.د جوزجان د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس سيف الدين معتصم پرون د فيض اباد ولسوالۍ له موزيان کلي څخه ۱۲ قلمه لرغوني اثار ترلاسه شوي دي. د ناقانونه کېندنې له لارې د ولسوالۍ له خلکو څخه يې واخيست اووړمه ورځ يې په کابل کې ملي موزيم ته وسپارل. معتصم زياته کړه، چې دغه ١٢ لرغوني اثار چې په کې لوښي، دوه ستنې او د برونزو د دورې ټوټې شاملې وې، چې خلکو غوښتل وپلوري. د ده په وينا: دا اثار د برونزو د دورې او اووه زره کاله مخکې دي. دجوزجان ولايت داطلاعاتو اوفرهنګ رئيس زياته کړه: موږ له هغې سيمې څخه چې دغه لرغوني اثار ترلاسه شوي ساتنه کوو او هېڅ فرد او ډلې ته به اجازه ورنکړو چې په خپلسري ډول يې وسپړې. معتصم وويل، چې په جوزجان کې ٤٣ لرغوني اثار د دغه ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست له خوا ثبت دي، خو په پام کې ده چې يوه کمېټه جوړه شي او نور اثار به هم کشف او ثبت کړي.