
د ايران حکومت له روسيې څخه (( سوخوي سو ۳۵ )) جنګي جېټ الوتکو د اخېستلو هوکړه نهايي کړه .د رويټرز د خبر له مخې: تهران ملګرو ملتونو ته په اعلاميه کې ويلي ،چې دوی غواړي له ۱۹۸۰ م کال څخه تر ۱۹۸۸ کاله د عراق د جګړې د وخت الوتکې بيا ترميم او نوې کړي، نو ځکه په دې اړه له روسيې سره هوکړې ته رسېدلي دي.دا هوکړه په داسې حال کې کېږي ،چې لاهم د ايران د خپلو الوتکو د ساتلو لپاره د وسايلو او پرزو په ترلاسه کولو کې له ستونزو سره مخ دي.بل لورته تر دې وړاندې امريکا ويلي و، چې ايران او روسيه يو د بل قوي ملاتړي هېوادونه دي او روسيه ډېري وخت د اوکراين په جګړه کې له ايراني ساخت بې پيلوټه الوتکو کار اخلي.