افغانستانخبرونه

د جنوبي افريقا د روغتيا متخصصين افغانستان کې معياري روغتون جوړوي

د جنوبي افريقا يوشمېر پانګوالو، علماوو او د روغتيا برخې متخصصينو پرون د رياست‌الوزراء له اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر اخوند سره وکتل. د دې ليدنې پر مهال د جنوبي افريقا پانګوالو په افغانستان کې د پانګونې په برخه کې له رامنځته شويو فرصتونو څخه په استفادې د کانونو په سکتور کې پانګونې ته لېوالتيا وښوده او زياته يې کړه، چې دوي به د پرمختللې ټکنالوژۍ په مرسته کانونه استخراج او پروسس کړي.همدا راز د دغه هېواد د روغتيا برخې متخصصينو وويل: دوی د افغانستان له عامې روغتيا وزارت سره په همغږۍ غواړي ، چې په افغانستان کې د روغتيا سکتور د ملاتړ په موخه يو معياري او مجهز روغتون جوړ کړي، څو افغانانو ته په ښه ډول روغتيايي خدمتونه وړاندې شي. ورپسې د رياست‌الوزراء اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر اخوند د جنوبي افريقا پانګوالو، علماوو او د روغتيا برخې متخصصينو ته د هر ډول همکارۍ او ملاتړ ډاډ ورکړ او ويې ويل، چې اوسمهال په افغانستان کې د پانګونې لپاره ښه زمينه برابره شوې او ټول کورني او بهرني پانګوال کولای شي له دې فرصت څخه استفاده وکړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *