
د جلال اباد ښاروالۍ مسئولين وايي: د ښار اړوند د اتمې ناحيې په ملنګ جان مېنه کې د جلال آباد ښاروالۍ له لوري د ۷ مترو په پلنوالي د يو کيلومتر سړک چارې چې دواړو لورو ته ۲ کيلو متره ويالې هم لري د کانګرېټ کولو چارې پيل کړې دي.د ننګرهار د تخنيکي او سکتوري چارو رياست وايي، په دغه سړک باندې ۷،۱۱يوولس اعشاريه اووه ميليونه افغانۍ لګښت راځي، چې ټول د جلال اباد ښاروالۍ له داخلي عوايدو ورکول کېږي او چارې به يې په شپږو مياشتو کې بشپړې شي.