افغانستانخبرونه

د جلال آباد ښاروالۍ له لوري د نيالګيو ايښودلو کمپاين پيل شو

د جلال آباد ښاروالۍ له لوري د ښار د زرغونتيا اوونۍ په نامه د نيالګيو ايښودلو کمپاين پيل شو.د جلال آباد ښاروالۍ وياند بختي جان مراد وايي: د دغه کمپاين پر مهال به سږ کال د ښار په ټولو ناحيو کې شل زره بېلا بېل ډوله نيالګي کېښودل شي، چې نن يې په جلال آباد ښار کې د سراج العمارت له بڼه پيل وکړ.دی زياتوي، دغه نيالګي به په هغو سيمو کې کيښودل شي ،چې ساتنه او پالنه يې وکولای شو.مراد زياتوي: (( د ښار په ۹ ناحيو کې به شل زره مختلف ډوله نيالګي کيښودل شي، خو يوازې په دې اوونۍ کې به لس نيالګي ايښودل کېږي او دا به په هغه ځايونو کې ږدي ،چې پالنه يې موږ وکولای شو.))په همدې حال کې عام ولس که څه هم د ياد کمپاين له پيلېدو ملاتړ کوي، خو اندېښنه ښيي چې يو ځل بيا د تېرو کلونو په پرتله دا نيالګي هم بې روزنې پاتې نه شي.د جلال آباد ښار دوه اوسېدونکي شيرين اغا او سيد محمد وايي: هرکال په ميليونو نيالګي کيښودل کېږي، خو ساتنه يې سمه نه کېږي او له همدې امله له منځه ځي.شېراغا زياتوي: (( موږ ډېر خوشحاله يو چې په جلال آباد ښار کې نيالګي کيښودل شي او په دې سره به ښار ښکلا هم زياته شي او هم به د هوا ککړتيا په مخنيوي کې مرسته وکړي.))سيد محمد زياته کړه: (( ولس او حکومت ته په کار ده چې بايد د نيالګيو د ساتنې لپاره منظم پلان جوړ کړي، څو د نيالګيو ساتنه هم وشي او هېواد مو هم آباد شي.))په ورته وخت کې د جلال آباد ښاروالۍ مسئولين وايي، سږکال به له نورو کلونو سره په توپير نيالګي ووېشي.د ښاروالۍ وياند بختي جان مراد وايې، د ټولنې هر فرد مکلف دی، چې د يوه نيالګي د کيښودلو ترڅنګ له مسئولينو سره د دغو نيالګيو په ساتنه کې هم پوره مرسته وکړي.مراد زياتوي: (( ښاروالۍ سږکال په پلان کې لري ،چې په هغه ساحو کې نيالګي کېږدي، چې په سم ډول يې پالنه او ساتنه وکړای شي او دا ستونزه هم شته چې هر کال نيالګي کيښودل کېږي او پالنه يې نه کېږي ،نو ځکه له منځه ځي؛ خو سږکال به دا ستونزه حل شي.)

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *