افغانستانخبرونه

د جاپان سفير: نړيوال له اسلامي امارت سره په بېلابېلو برخو کې همکاري ته ليواله دي

د بهرنيو چارو وزارت سرپرست مولوي اميرخان متقي پرون په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د جاپان له سفير تاکاشي اوکاډا سره وکتل.تاکاشي اوکاډا په دې کتنه کې په افغانستان کې د نوي افغان حکومت له لوري رامنځته شوي امنيت، له نشه يي توکو سره د مبارزې او اقتصادي ودې په برخو کې د اسلامي امارت لاسته راوړنې د پام وړ وبللې.نوموړي له اسلامي امارت سره د اړيکو د پراختيا او پياوړتيا لپاره د جاپان حکومت ژمنتيا يو ځل بيا تکرار کړه او د افغانستان په اړه يې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د ۲مې غونډې په اړه معلومات وړاندې کړل.د جاپان سفير زياته کړه، چې اسلامي امارت پر غوښتنو به په ياده غونډه کې جدي بحث وکړي.سرچينې همدارنګه وويل، چې نړيوال له اسلامي امارت سره د اقليم بدلون، د اوبو مديريت، تاريخي اثارو او روغتيا په برخو کې همکاري ته ليواله دي.په ورته وخت کې د بهرنيو چارو وزارت سرپرست مولوي اميرخان په دغه کتنه کې وويل، چې اسلامي امارت د راتلونکي وخت لپاره د سيمې او نړۍ له هيوادونو سره د دېپلوماتيکو اړيکو پراختيا او د اقتصادي فرصتونو څخه د ګټورې استفادې لپاره موخې ټاکلې دي.متقي زياته کړه، چې د اسلامي امارت او نړيوالې ټولنې ترمنځ د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې، د افغانستان له خاورې څخه د نورو هيوادونو نه تهديد، د امنيت ټينګښت او نورو برخو کې ډېر موضوعات حل شوي او اوس د تعامل لپاره يوه ښه د اعتماد فضا رامنځ ته شوې ده.د يادونې وړ ده، چې په دغه کتنه کې دواړو لوريو د اړيکو په پراختيا او د همکاريو په پياوړتيا ټينګار وکړ.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *