افغانستانخبرونه

د جاپان سفير: افغانستان سره د نړۍ د تعامل وخت را رسېدلی

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست ملا خيرالله خيرخواه وړمه ورځ په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د جاپان له سفير تکه يوشي کيورومي سره وکتل.د جاپان سفير په دې کتنه کې له افغانستان سره د هغه هيواد د ۴۵ ميليونه ډالرو مرستې په اړه خبرې وکړې او د سراسري امنيت ټينګښت، اقتصادي پرمختګونو او نشه يي توکو او اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې يې د اسلامي امارت لاسته راوړنې مهم ګام وباله.ده زياته کړه: جاپان غواړي چې له اسلامي امارت سره ښې اړيکې ولري او په وينا يې اوس له افغانستان سره د نړۍ د تعامل وخت را رسېدلی دی.د جاپان سفير همدارنګه له افغانستان سره د هغه هيواد له لوري د بيارغونې او تاريخي آثارو د ساتنې په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړ او په ځانګړي ډول د ملي موزيم په برخه کې يې د همکاريو د چمتووالي ډاډ څرګند کړ.په ورته وخت کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست په دې کتنه کې له افغانستان سره د جاپان د مرستو مننه وکړه او د دواړو هيوادونو ترمنځ يې په سياسي او کلتوري برخه کې د همکاريو د ټينګښت او ډېرېدو غوښتنه وکړه.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *