
د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس مولانا نعيم الحق حقاني وايي، چې اوسمهال په دغه ښار کې د تاريخي آبداتو شمېر ډېر دی.مولانا حقاني زياتوي، چې د همکارو بنسټونو په همکارۍ هڅه کوي په ولسواليو کې د تاريخي آبداتو په برخه کې کار وکړي.ده وويل: که د مرکز او نورو بنسټونو له لوري بودجه په پام کې ونيول شي، په لومړي سر کې به د تير پُل، چې د کهسان ولسوالۍ يو له تاريخي او ښکلو پلونو څخه دی او د شيخ الاسلام کړوخي جومات چارې به هم بشپړې کړي.د نوموړي په خبره، اسلامي امارت د آبداتو د ساتنې او بيا رغونې له نظره د تېر حکومت په پرتله ډېره پاملرنه کوي.