افغانستانخبرونه

د تېرو جګړو د شهيدانو وارثين له حکومته د مرستو غوښتنه کوي

جان محمد هغه ځوان دی،چې د هلمند په سنګين ولسوالۍ کې يې ژوند کاوه او بهرنيو ځواکونو په هوايي بريد کې د هغه د کورنۍ ۱۸غړي وژل شوي دي.ده رسنيو ته ويلي، چې دغه هوايي بريد ۱۲کاله وړاندې د دوی پر کورنۍ وشو، خو دی په هغه بريد کې ټپي او له درملنې وروسته ژوندی پاتې شو.دی ډېر دردېدلي او وايي ،چې په نږدې ورځو کې يې د ورور واده و، خو بهرنيو ځواکونو د هوايي بريد پر مهال د ورور د واده خوښۍ پر غم ور بدلې کړې:(( په همدغو ورځو کې د ورور د واده لپاره پر چمتووالي بوخت وو، بهرنيو ځواکونو مو پر کور بمباري وکړه. اووه مې خويندې شهيدانې شوې، اته مې وروڼه شهيدان شول او پلار او مور مې د شوروي په وخت کې په جګړو کې شهيدان شوي دي.)) د جان محمد د دردېدلي ژوند کيسه اورېدل ډېر سخت دي. ده همدارنګه وايي، چې په هغه بريد کې دی ټپي شوی و، خو کله يې چې سترګې پرانيستې، د ورور د واده خوښي، خوشحالي، د کورنۍ غړي او هر څه يې له لاسه ورکړي وو.((زه اوس کور نه لرم، د شپې کله يو ځای او کله هم بل ځای وو. يوه مشره خور مې وړاندې واده شوې، چې هېڅ معلومات ور باندې نه لرم او کېدای شي ما هم ونه پېژني.))عبدالوکيل بيا د جان محمد کليوال دی.له هغه څخه مو د جان محمد پر کور د بهرنيو ځواکونو د هوايي بريد په اړه پوښتنه وکړه.دی يې په اړه داسې وايي: ((جان محمد ته اوس رواني ناروغي پيدا شوې، په يوه ورځ يې د کورنۍ ۱۸غړي له لاسه ورکړل او دی هم په ټپي حالت کې پاتې او بيا وژغورل شو.))که څه هم جان محمد وايي ،چې تر اوسه يې چا لاسنيوی نه دی کړی، خو د هلمند سيمه‌ييز مسئولين بيا له جان محمد او ده ته ورته نورو کسانو د لاسنيوي خبر ورکوي.
د اطلاعاتو او فرهنګ رياست مرستيال مولوي محمدقاسم رياض وايي: حکومت تل له بېوزلو او بې سرپرسته کورنيو سره مرستې کړې او اوس يې هم کوي.(( هغه کورنۍ چې د تېرو جګړو پر مهال زيانمنې شوې او يا يې د کورنيو غړي وژل شوي، هغوی مستحق دي ،چې مرستې ورسره وشي. موږ له هغوی سره مرستو ته دوام ورکوو.))نه يوازې د جان محمد ژوند او ارمانونه نيمګړي پاتې شوي، بلکې په افغانستان کې د تېرې شل کلنې جګړې پر مهال په کليوالي سيمو کې د بهرنيو ځواکونو له بمباريو کليوالو خلکو د ارام ساه نه شوای اخيستی او ډېر ورته کسان شته، چې د کورنيو ټول او يا هم نيمايي غړي يې له ورته برخليک سره مخ شوي،خو اوس چې په هېواد کې جګړه درول شوې، يادې کورنۍ له حکومته د مرستې او لاسنيوي غوښتنه کوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *