افغانستانخبرونه

د تورخم ګمرک په عوايدوکې د پام وړ زياتوالی راغلی

د تورخم ګمرک مديريت مسئولين وايي، چې تېرکال يې په دغه ګمرک کې د بېلابېلو قاچاقي توکو پر نيولو سربېره د نورو کلونو په پرتله ۳ ميليارده افغانۍ عوايد راټول کړي دي.د تورخم ګمرک مدير انجنير مسلم خاکسار له باختر آژانس سره په خبرو کې ويلي: هغه صادراتي او وارداتي توکي، چې قاچاق کېدل، د ګمرک کارکوونکو يې مخه نيولې او نور هېڅوک نه شي کولای له دې لارې توکي قاچاق کړي.خاکسار زياته کړه، چې اوسمهال ټول اداري کارونه د سېستم له لارې اجرا کېږي او نور فزيکي عوايد نه اخيستل کېږي، چې له همدې امله د فساد کچه صفر ته راټيټه شوې ده.هغه وويل، چې په تېر يوه کال کې يې ۳ زره ۲۷۰ کارتنه قدرت شېدې، ۱۱ زره ۲۷۵ کيلو ګرامه ګران بيه ډبرې، ۴ زره ۴۷۲ کارتنه ادويه جات، ۴ زره ۵۶۴ لېټره سوځېدلي مبلايل، ۲ زره ۲۵۰ جوړې د ښځو جامې، ۶۵ زره کيلوګرامه کباړ وسپنه، ۷۸۰ کيلو ګرامه مس، ۱۵۴ کيلو ګرامه المونيم، ۱۱۹ کيلو ګرامه ګرانه بيه مرۍ، ۵۳۸ موبايلونه، ۲۳ اسناد نه لرونکي خالي کانتينرونه، ۴ ګران بيه مرغان، ۱۴ زره ۷۰۹ کيلوګرامه د انسانانو ويښتان، ۳۳ دوربينونه، ۳۸ کيلو ګرامه تاريخي آثار، ۲۱ ټنه مالوچ او نور بېلابېل ډوله خوراکي او غيرخوراکي توکي نيولي دي.
د خاکسار په خبره، د ۱۳۹۹ کال عوايد يو ميليارد، د ۱۴۰۰ کال عوايد ۲ ميليارده او د ۱۴۰۱ کال عوايد ۵ میليارده دي، چې د نورو کلونو په پرتله څو برابره زياتوالی ښيي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *