افغانستانخبرونه

د تورخم دروازې تړل کېدو يو ميليون ډالره زيان اړولی

د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ګډې د خونې شمېرې ښيي، چې په وروستيو څو ورځو کې د تورخم دروازې د تړل کېدو په سبب د افغانستان او پاکستان سوداګرو ته له يو ميليون ډالرو ډېر زيان رسېدلی دی.د دې خونې مشر خان‌جان الکوزي وايي: د صادراتو پر زيانمنېدو سربېره، د پاکستان له لارې ټرانزيټ هم له ستونزو سره مخ شوی دی.الکوزي زياتوي: هره ورځ په نارمل ډول دواړو غاړو ته شاوخوا ۶۰۰ موټر تګ راتګ کاوه، خو اوس چې دا لار تړل شوې، سوداګري سخته زيانمنه شوې ده.خان‌جان الکوزي په دې اړه رسنيو ته ويلي: (( د ورځې له يو لک نيولې تر يو نيم لک ډالرو پورې موږ ته زيان رسېږي. د مالونو د پورته کولو او ښکته کولو مسئله هم په کې راځي. دغه راز ځينې سبزي‌جات او مېوې خرابېږي. که مجموعاً ووايو، ممکن دواړو خواوو ته له يو ميليون ډالرو زيات زيان رسېدلي وي.))د صنعت او سوداګرۍ وزارت ډاډ ورکوي ،چې اوس‌ د تورخم لارې پرانيستلو لپاره له پاکستاني چارواکو سره خبرې روانې دي.د صنعت او سوداګرۍ وزارت وياند اخندزاده عبدالسلام جواد وايي: (( د اسلامي امارت مشرانو په ځانګړې توګه د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست د پاکستان له سفير سره خبرې کړې او همدارنګه د پاکستان د سوداګرۍ له وزير سره په اړيکه کې دي. په پاکستان کې زموږ د سفارت مسئولين هم لاس په کار شوي دي. ټول هڅه کوي، چې دغه کشاله چې رامنځته شوې حل او د تورخم دروازه د خلکو پر مخ پرانيستل شي.))د دواړو هيوادونو د اوسېدونکو پر مخ د تورخم لارې له تړل کېدو وروسته، د ننګرهار ځينو ځايي چارواکو هم د تورخم دروازې د پرانيستلو په اړه له پاکستاني چارواکو سره د خبرو خبر ورکوي.
په پاکستان کې د اسلامي امارت د سفارت سرپرست سردار احمد شکيب هم پر پاکستاني چارواکو غږ کړی چې د تورخم دروازه دې د عامو خلکو، ناروغانو او سوداګرو پر وړاندې ژر تر ژره پرانيزي.
د تورخم دروازه د افغان او پاکستاني پوله‌ساتو ځواکونو ترمنځ د تېرې چهارشنبه په ورځ له نښتې وروسته وتړل شوه.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *