
د ننګرهار ولايت مطبوعاتي دفتر څخه خپره شوې اعلاميه وايي ،چې د تورخم دروازه په مشروط ډول پرانيستل شوه.په اعلاميه کې راغلي، ياده دروازه د دواړه لوريو ترمنځ له مذاکراتو وروسته يوازې افغانستان ته د راتلونکو افغان مسافرو او دغه راز له افغانستانه پاکستان ته د اوښتونکو پاکستاني مسافرو لپاره پرانيستل شوې.
د ننګرهار ولايت چارواکي وايي: هڅه کوي چې د تورخم دروازه په بشپړ ډول د ټولو مسافرو او ټرانزېټ پر مخ خلاصه کړي.که څه هم وړمه ورځ ياده دروازه د اسلامي امارت له لوري پرانيستل شوه ،خو د پاکستان له لوري بېرته وتړل شوه.د دروازې د تړل کېدو له امله دواړو غاړو ته زرګونه مسافر بند پاتې دي او سوداګريزه برخه کې د ميليونونو افغانيو د زيان اوښتو خبر ورکړل شوی دی.