افغانستانخبرونه

د تشکیلاتو او معاشونو د تنظیم کمېسیون غونډه ترسره شوه

د تشکيلاتو او معاشونو د تنظيم کمېسيون د کندوز سپين زر دولتي شرکت اړوند د تشکيل د ارزونې، بودجې او مالي پلان، کړنو، لاسته راوړنو او نورو ټولو مواردو په اړه هراړخيز بحث وکړ. د ياد شرکت عمومي رئيس او باصلاحيته استازو په غونډه کې حضور درلود په خپل راپور کې وويل، سپين زر دولتي شرکت په کندوز کې واقع او د هيواد په بېلابېلو ولايتونو کې فعاليت لري، دا شرکت په ۱۳۱۴ کې د شمالي شرکت په نوم تاسيس او په ۱۳۳۹ کال کې يې نوم د کندوز سپين زر شرکت ته واوښت.

دوی زياته کړه، ياد شرکت په تېرو شلو کلونو کې کوم فعاليت نه درلود؛ خو د اسلامي امارت له حاکميت وروسته بيا فعال او په نوي سيستم ورغول شو، د خامو موادو په برابرولو سره يې اقتصادي څرخ په فعاليت پيل وکړ. ياد شرکت په ۱۴۰۱ کال کې د کاغذي دستمالونو د توليد فابريکې په ايجادولو سره د پخلنځي کاغذي رول، يخ، د زغرو غوړي، د کالو مينځلو صابون او کنجاړه هم توليد کړي دي.د غونډې په پای کې د تشکيلاتو او معاشونو د تنظيم کمېسيون د سپين زر شرکت د ارتقاء او لا انکشاف په موخه د ياد شرکت د فعاليت، نوښتونو، مديريت، تشکيل، بودجې او مالي پلان په اړه لازم تصميمونه ونيول.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *