
د ترکيې په نهو ولايتونو کې د زلزلې له امله تر ړنګو ودانيو لاندې د ژوندي پاتې کسانو د ژغورنې عمليات پای ته رسېدلي. د ياد هېواد له طبيعي پېښو سره د مبارزې د چارو ادارې مشر يونس سزار ويلي ،چې له دوو ولايتونو پرته په نهو نورو ولايتونو کې د ژغورنې عمليات پای ته رسېدلي دي. د ترکيې په بېلابېلو ښارونو کې د زلزلې له امله ۱۰۵ زره کورونه په پوره او نيمه بڼه ويجاړ شوي او ۱،۲ يو اعشاريه دوه ميليونه خلک يې بې کوره کړي دي.