افغانستانخبرونه

د ترکيې سفير: هڅه کوو، چې د هرات د رېل پټلۍ له لارې افغانستان ته بشري مرستې ورسوو

د کورنيو چارو وزارت سرپرست خليفه سراج الدين حقاني په افغانستان کې د ترکيې هېواد له سفير جهاد ارګيناي او مل پلاوي سره وکتل. په دې کتنه کې د کورنيو چارو وزارت سرپرست له افغانستان سره د بشري مرستو په برخه کې د ترکيې هېواد د همکاريو مننه وکړه.په ورته وخت کې په افغانستان کې د ترکيې سفير جهاد ارګيناي د امنيت د ټينګښت په برخه کې د کورنيو چارو وزارت د سرپرست هڅې وستايلي او په دې برخه کې يې د لا ډېرو هڅو غوښتنه وکړه.نوموړي زياته کړه، چې د ترکيې حکومت غواړي د هرات د رېل پټلۍ له لارې افغانستان ته بشري مرستې ورسوي او هڅه کوي خپلې مرستې دوامداره وساتي.د يادونې وړ ده، چې د ترکيې سفير تر دې وړاندې د بهرنيو چارو وزارت له سرپرست سره په کتنه کې خبر ورکړي وو، چې د دغه هېواد د بشري مرستو ۷مه جوپه به ژر افغانستان ته را ورسېږي

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *