
په ترکيه او سوريه کې چارواکي وايي، په دواړو هېوادونو کې زورورې زلزلې څه باندې ۱۲۰۰ کسان وژلي او زرګونه نور ټپيان دي.زلزله د ترکيې سوېل ختيځ غازې عنتاب کې د سوريې پولې ته نږدې شوې،چې د امريکا د ځمکې پېژندنې ادارې له مخې د زلزلې کچه ۷٫۸ اووه اعشاريه اته ښودل شوې ده.زلزله پرون سهار څلور بجې او ۱۷ دقيقې شوې ده. د زلزلې ژوروالی ۱۷٫۹ کيلومتره ژور غازي عنتاب ښار ته څېرمه ښودل شوی دی.د ترکيې مرستيال ولسمشر فيوټ اوکټای وايي، تر اوسه د وژل شويو شمېر ۹۱۲ ته رسېدلي او څه باندې ۵۳۸۳ کسان ټپيان دي.د سوريې روغتيا وزارت بيا وايي، په دغه هېواد کې د وژل شويو کسانو شمېر ۳۰۰ تنو ته رسېدلی او زرګونه نور ټپيان دي.چارواکي وايي، وېره دا ده چې ښايي دا شمېر به نور هم لوړ شي،ځکه په ګڼو وېجاړو شويو ودانيو کې لا هم خلک ايسار دي.د ترکيې د بيړنيو پېښو اداره وايي، د زلزلې څه باندې ۴۰ ټکانونه حس شوي دي.