
د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت په کابل کې د مسافر وړونکو موټرو د کرايې په تړاو له نوې لايحې خبر ورکوي.د ياد وزارت په وينا دغه لايحه په کابل ښار کې ۱۵۰ مسيرونو ته جوړه شوې، او د موټرونو کرايه د تګ راتګ د مسير د اوږدوالي پر بنسټ په پام کې نيول شوې ده.د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت وياند امام الدين احمدي وايي: (( د کابل ښار تقريباً ۱۵۰ مسيرونو لپاره يا له دې زياتو ته لايحه وټاکل شوه او له وړاندې نه يې تفاوت پنځه يا لس افغانۍ راغلی دی.))
د دغه وزارت د وياند په وينا: د دې نوې لايحې له مخې، په کابل ښار کې د ليني موټرو کرايې له پنځو تر لسو افغانيو راکمه شوې؛ خو زياته کړې يې ده که د نفتي موادو بيو کې بدلون راشي؛ نو بيا په دې لايحه کې هم بدلون راوستل کېږي.د ښاري ترانسپورت د کرايې د نوې لايحې په يوې برخه کې راغلي: (( له پامير سينِما تر ګلباغ قلعه فتوح پورې د کرولا موټرو کرايه ۳۰ افغانۍ، د فلنکوچ او ټونس کرايه ۲۰ افغانۍ او د کاسټر کرايه بيا ۱۵ افغانۍ. له پامير سينِما تر چهلستون پورې د کرولا موټرو کرايه ۱۵ افغانۍ، د فلنکوچ، ټونس او کاستر موټرو کرايه ۱۰ افغانۍ. له مرادخانۍ تر لومړي مکروريانونو پورې د کرولا موټرو کرايه ۱۰ افغانۍ او د نورو موټرو کرايه ۵ افغانۍ. او له ده افغانانو تر ۵۰۰فاميليو پورې د کرولا موټرو کرايه ۲۵ افغانۍ او د نورو مسافر وړونکو موټرو کرايه ۱۰ افغانۍ ټاکل شوې ده.))
سره له دې چې په دې وروستيو کې په بازارونو کې د نفتي موادو بيې يو څه رالوېدلې وې؛ خو له دوو ورځو راهيسې بيا ځلي د نفتي موادو بيې يو څه لوړې شوې دي.
تېل پلورونکي سيد احمد وايي: (( په تېرو دوه ورځو کې موږ تېل په ۶۶ افغانۍ پلورل، د ګاونډيو هېوادونو او وارداتو د ستونزو له مخې ډېر کم وو.))
له دې سره سم، يو شمېر موټر چلوونکي بيا له افغان حکومته غواړي ،چې په بازارونو کې د نفتي موادو بيې هم په جدي توګه کنټرول کړي.موټر چلوونکي جان ولي وايي: (( کله چې تېل ګران وي، يو کس موږ ته ووايي، چې تر هغه ځايه ځم، پهدې صورت کې موږ ته ګټه نهکوي او سورلۍ کمې پيسې ورکوي.))
له بل لوري د کابل د ملي بس رياست وايي: په کابل کې يې د موټرو د کرايې د راکمولو په موخه د ښار په بيلابيلو مسيرونو کې ۱۶۰ ملي بس موټر فعاله کړي دي. د ملي بس رئيس عبدالولي عمري زياتوي: (( کوښښ کوو، تر اوسه د نفتي موادو قيمت يو څه لوړ و، نو په راتلونکي کې موږ انشاء الله کوښښ کوو ،چې په بازار کې نرخونه کنټرول کړو، تاسو ته مالومه ده چې موږ له کوټه سنګي څخه د کمپنۍ تر پله پورې افتتاح کړه او کرايه يې پنځه افغانۍ ده.))
په کابل کې د مسافر وړونکو موټرو د کرايې څرنګوالي تل د کابل مېشتو له نيوکو سره مخ وو؛ خو اوس وليدل شي، چې دغه نوې لايحه به څومره عملي او ګټور وي.