افغانستانخبرونه

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې ځينې تړونونه لاسليک کړل

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د هېواد د صنعت او اقتصادي پرمختګ په هدف له خصوصي سکټور سره تړونونه لاسليک کړل.د يادې ادارې مسئولينو ويلي: اوس له نورو هېوادونو شاوخوا ۵۰ زره مسلکي کسان افغانستان ته د کار لپاره راځي، خو زموږ مسلکي ځوانان بيا نورو هېوادونو ته د اصولو خلاف د تګ هڅه کوي.د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې رئيس غلام حيدر شهامت په همدې مناسبت جوړې شوې غونډې ته وويل: يوازېنۍ ستونزه، چې اوس زموږ خصوصي سکتور ورسره مخ دی، هغه د مسلکي کسانو نشت دی، چې جدي اړتيا ورته ليدل کېږي.ده دغه راز زياته کړه، ياد رياست هوډ لري،چې د خصوصي سکتور له اړتياوو سره سم مسلکي کسان وروزي.(( له خصوصي سکتوره مو غوښتنه ده، چې له موږ سره همغږي وکړي او خپلې اړتياوې راسره شريکې کړي، چې دوی ته د اړتيا مطابق مسلکي کسان وروزو؛ تر څو دوی اړ نه شي له هېواده بهر مسلکي کسان وګماري.)) د صنايعو او کانونو خونو رئيس شېر باز کمين زاده هم له يادې ادارې وغوښتل ،چې د کانونو د راسپړلو او نورو برخو کې خصوصي سکتور ته په مسلکي زده کړو سمبال کسان ورکړي، تر څو دوی اړ نه شي چې له بهره کسان وغواړي.ده زياته کړه: د هيواد د اقتصادي پياوړتيا لپاره صنعت ډېر اړين دی او موږ بايد کورنيو توليداتو ته ډېر پام وکړو او ګټه ترې واخلو.((که زموږ صنعت پرمختګ ونه کړي، په لاس باندې کانونه نه شو را ايستلی، نو بايد د کانونو را ايستلو لپاره وسايل جوړ کړو.))د صنعتي پارکونو ټولنې رئيس عبدالرحيم فيضاني د يادې غونډې پر مهال وويل: هغه افغانان چې ذهن کې کار کوي او د اختراګانو وړتيا لري، له بده‌مرغه د بهرنيانو له خوا بهر ايستل کېږي.((د اسلامي امارت له مشرانو مې غوښتنه ده، چې يادې ادارې ته ارزښت ورکړي ،چې نورې اختراوې وکړي او د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې له سرپرسته مې غوښتنه دا ده ،چې يوه تحقيقاتي اداره جوړه کړي او مخترع کسان په کې وګماري.))له دې وړاندې يادې ادارې د نوښت په نوم يو مرکز پرانيست چې مسلکي او د ښو وړتياوو درلودونکي کسان خپلې وړتياوې په کې وآزمايي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *