افغانستانخبرونه

د تخنيکي او مسلکي زده کړو اداره مجاهدينو ته د زده کړو د بشپړولو زمينه برابروي

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې مسئولينو د مجاهدينو د زده کړو په تړاو جوړه شوې طرحه پرون د حکومت د رسنيو په مرکز کې د يوې خبرې غونډې پرمهال له رسنيو سره شريکه کړه.

د يادې ادارې سرپرست مولوي غلام حيدر شهامت په ياده غونډه کې وويل، چې د دې طرحې د عملي کېدو موخه دا ده هغه مجاهدين چې په تېرو کلونو کې د جهادي مصروفيتونو له کبله ترې زده کړې نيمګړې پاتې شوې دي، وکولای شي خپلې زده کړې بشپړې کړي.نوموړي زياته کړه، هغه مجاهدين، چې د نهم ټولګي اسناد ولري د دغې طرحې له مخې به تر يو نيم کال زده کړو وروسته ورته د دوولسم ټولګي معادل سند ورکول کېږي او هغه چې له ۱۲ ټولګي څخه فارغ وي تر يو نيم کال زده کړو وروسته به ورته د څوارلسم ټولګي (انستيتيوت) اسناد ورکول کېږي.شهامت همدارنګه وويل، چې د دې طرحې له مخې به مجاهدينو ته له رسمي وخته وړاندې او يا له رسمي وخته وروسته تدريس کېږي.د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې مسئولينو ويلي، هغه مجاهدين چې له زده کړو وروسته د ۱۲ ټولګي سند ترلاسه کوي د اختصاصي کانکور له لارې به اړوندو پوهنځيو ته د لوړو زده کړو په موخه جذب شي.د يادې ادارې مسئولينو همدارنګه ډاډ ورکړ، چې د هيواد په بېلا بېلو ولايتونو کې ۳۷۳ ښوونيز مرکزونه لري او کولای شي، چې دغې پروسې ته د زرګونو په شمېر لوړ ظرفيت سره مجاهدين جذب کړي.د يادونې وړ ده، چې مجاهدين به له دغې ښوونيزې لړۍ څخه له فراغت وروسته وکولای شي، چې د اسلامي ثقافت، مديريت اساساتو، د عامه مديريت مهارتونو، اړيکو او مفاهمې مهارتونو، په اداره او سازمان کې د اړيکو تنظيم او همغږي، د مکاتبې او دفتردارۍ له مهارتونو سره بلدتيا، د دفتري اسنادو او فايلونو تنظيمولو، د ګمارنې او بشري سرچينو مديريت له پروسو سره د بلدتيا، پلان جوړونې او تطبيق، د حقوقو، اقتصاد او محاسبې له اصولو سره بلدتيا، د عربي او انګليسي ژبو مهارتونو سره بلدتيا او پر اړينو کمپيوټري برنامو باندې د پوهېدلو په برخو کې پوهه لازم قابليتونه او مهارتونه ترلاسه کړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *