افغانستانخبرونه

د تخنيکي او مسلکي زده کړو اداره : خپل ښوونيز نصاب مو له نړيوالو معيارونو سره برابر کړی

د لوړو زده کړو وزارت مسئولين وايي: د هېواد د ټولو تعليمي او تحصيلي ادارو د زده کړو په برخه کې شته ستونزو ته یې رسېدنه کړې ده.د دې وزارت سرپرست مولوي نداء محمد نديم د تخنيکي او مسلکي زده کړو په اداره کې د ۱۴۰۲ ښوونيز کال د پيل په مراسمو کې وويل، چې د پوهنې او لوړو زده کړو وزارتونو په بشپړه توګه شته ستونزو ته رسېدنه کړې او په دې برخه کې به نور کوټلي ګامونه هم پورته کړي.نوموړي دغه راز زياته کړه، چې د تخنيکي او مسلکي زده کړو له ادارې سره له ناستو وروسته هغه ستونزه حل شوې چې وړاندې به محصلين ورسره مخ وو.د ده په وينا: کله به چې يو محصل له تخنيکي او مسلکي زده کړو فارغ شو، د کال له تنزيل سره به مخ و، خو اوس د کال تنزيل لرې شوی دی. (( څوک چې تعليمي يا تحصيلي ډګر ته داخلېږي، د خپل لياقت او استعداد پر بنسټ به بريالي کېږي. په دغه نظام کې نه واسطه چلېږي او نه پيسې، هر شخص خپل استعداد ټاکلي هدف ته رسولی شي.))
د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې رئيس غلام حيدر شهامت په دغو مراسمو کې وويل، ياده اداره پر دې توانيدلې، چې خپل ښوونيز نصاب له نړيوالو معيارونو سره برابر کړي.
(( تخنيکي او مسلکي اداره به سږ کال د مرستندويو ادارو په مرسته « PLC» انجنيران وروزي او ټولنې ته د خدمت لپاره به يې وړاندې کړي.))زده کوونکي هم د نوي ښوونيز کال پيلېدو ته خوښ دي، خو له حکومت څخه غواړي ،چې د خويندو لپاره يې هم ژر تر ژره د ښوونځيو دروازې پرانېزي او هغوی هم د دوی په څېر خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.عبدالوهاب سروري او غلام درويش وايي: (( خوښ يم چې د نوي ښوونيز کال د پيل زنګ وهل کېږي، زموږ اداره تخنيکي ده، بايد مالي مرسته ورسره وشي. زه له اسلامي امارت څخه غواړم ،چې زموږ د خويندو ښوونځي هم پرانيزي.)) (( موږ خوښ يو چې ښوونځي مو پيلېږي، خو هيله من يو چې د نجونو ښوونځي هم ژر پيل شي.))۱۴۰۲ ښوونيز کال په داسې حال کې رارسېږي چې لا هم له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ د ښوونځيو دروازې تړلې دي،خو اسلامي امارت وايي، پر يوه طرحه يې کار پيل کړی او هر کله چې د رهبرۍ پرېکړه وشي، د ټولو نجونو پر مخ به ښوونيز بنسټونه پرانيستل شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *