افغانستانخبرونه

 د تاتاري کان د استخراج چارې پيل شوې

د پروان د کانونو او پټروليم رياست مسئولينو د ياد ولايت په کوه صافي ولسوالۍ کې د ۵۵۰ ميليونه افغانيو په لګښت د تاتاري کان د استخراج چارو د پيل خبر ورکړي دي.د ياد ولايت د کانونو او پټروليم رئيس مولوي عبدالقدوس نعماني د باختر آژانس خبريال ته ويلي، چې د کوه صافي ولسوالۍ د تاتاري کان د سپړلو چارې د ۵۵۰ ميليونه افغانيو په لګښت پيل شوې ، چې له منځه به يې سيمه کې د ۸۵ ميليونه افغانيو په لګښت د ټولنيزو خدمتونو، د ۱۳ ميليونه افغانيو په لګښت د روغتيايي اسانتياوو او د ۳۵ ميليونه افغانيو په لګښت پراختيايي پروژې پلې شي. نوموړي زياته کړې، چې په تاتاري کان کې د سيمې لسګونه کسانو ته د کار زمينه هم برابره شوې ده. ورته وخت کې د پروان ولايت مرستيال مفتي محمد ادريس انوري له قراردادي شرکت څخه غوښتي، چې د تاتاري کان د سپړلو او استخراج پرمهال چاپيريال او خلکو ته له زيان رسولو ډډه وکړي. بايد وويل شي، چې په پروان کې له ۴۱ کانونو څخه د ۳۰ کانونو سروې شوې او د ۴ نورو د استخراج چارې پيل شوې دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *