خبرونهنړۍ

د بهرنيو چارو وزیر: اسلامي هيوادونه دې له اسلام څخه د دفاع لپاره متحد شي

وروسته له هغه چې په هالنډ کې د يوې افراطي ډلې مشر(( اډون واګينسفيلډ)) د قرآنکريم نسخې وڅېرلې؛ د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت دا کار په کلکو ټکو وغانده.له بهرنيو چارو و زارت څخه تازه په خپره شوې خبرپاڼه کې د دې پېښې په غبرګون کې د نړۍ له اسلامي هېوادونو غوښتل شوي ،چې له اسلام څخه د دفاع لپاره يو دريځ غوره کړي، ترڅو له خپل دين څخه په ښه توګه دفاع وکړي.په خپره شوې اعلاميه کې د ياد هېواد له حکومت څخه غوښتنه شوې ،چې دغه سياستوال مجازات او د سياسي فعاليت جواز دې ترې واخېستل شي.په همدې حال کې د دې پېښې په غبرګون کې ترکيې د هالنډ سفير احضار کړی او دا کار يې په کلکو ټکو غندلی دی.د يادونې وړ ده ،چې څو ورځې وړاندې په سوېډن کې هم يو سياستوال د قرآنکريم نسخې سوځولې وې چې ګڼ غبرګونونه يې را وپارول.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *