
د بهرنيو چارو وزارت چارواکي وايي:په تېر يو کال کې يې په بهرني سياست کې د پام وړ لاسته راوړنې درلودې.د بهرنيو چارو وزارت سرپرست مولوي اميرخان متقي په خپله وروستۍ مرکه کې ويلي ،چې په ډېرو هېوادو نو کې يې د افغانستان سفارتونو ته لاس رسي پيدا کړي او هلته يې خپل ډيپلوماټان لېږلي؛ له نورو هېوادونو سره يې د سوداګرۍ په برخه کې پراخې اړيکې جوړې کړې او په ټوله کې د بهرني سياست په برخه کې چې افغانستان کومې اړتياوې درلودې، له ستونزو سره نه دي مخ شوي.ښاغلی متقي وايي: هغه هېوادونه ،چې د افغانستان سفارتونه په کې فعال شوي، په دوه ډوله دي ،چې ځينو سفارتونو ته يې نوي ډېپلوماټان لېږلي او بل هغه سفارتونه دي ،چې پخوانيو ډېپلوماټانو د دوی اطاعت کړي:(( هغه هېوادونه چې موږ نوي ډېپلوماټان ورته لېږلي، هغه ايران، ازبکستان، ترکمنستان، پاکستان، چين، قزاقستان، روسيه، ترکيه، سعودي عربستان، ماليزيا او قطر دي او له نورو ډېرو هېوادونو سره او خپلو سفارتونو سره اړيکې لرو، لکه په پراګ، مصر، اندونېزيا او نورو هېوادونو کې زموږ پخوانيو ډېپلوماټانو اطاعت کړي او اړيکې ورسره لرو.))
بهرنيو چارو سرپرست وزير مولوي اميرخان متقي په همدې حال کې د افغانستان بهرني سياست په اړه وايي چې دوی له ټولو هېوادونو سره مثبتې اړيکې او متوازن سياست غواړي
د بهرنيو چارو سرپرست وزير په ورته وخت کې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ اسلامي امارت ته نه سپارل بې انصافي او د افغانانو د حق غصبول بولي.
((دوی پر اسلامي امارت د فشار لپاره دغه څوکۍ په لاس کې نيولې، نور کوم اصولي او قانوني ليل نه ورته لري. که دوی د افغانستان اسلامي امارت ته ،چې په ټول هېواد واک لري، دا څوکۍ نه سپاري، آيا هغه چاته يې چې سپارلي، د افغانستان په يوه لوېشت ځمکه تسلط لري؟ هغه د کوم حکومت استازيتوب کوي، د ولس استازيتوب کوي او يا د کومې ډلې؟ د چا استازيتوب کوي؟))