افغانستانخبرونه

د بهرنيو چارو وزارت سر پرست مولوي امير خان متقي د روسيې فدراسيون د ولسمشر سلاکار سره  کتنه کې

 د دېپلوماتيکو اړيکو غښتلتيا د دواړو هيوادونو ترمنځ پرمختګونه رامنځته کوي

د روسيې فدراسيون د ولسمشر سلاکار او د اقليم په برخه کې د ولسمشر ځانګړي استازي روسلان عادلګيرييف د بهرنيو چارو سرپرست وزير مولوي امير خان متقي سره ليدنه کړې.په دې ناسته کې د افغانستان اسلامي امارت او روسيې فدراسيون ترمنځ پر دوه اړخيزو اړيکو، اقتصادي همکاريو، د اقليم بدلون په برخه کې همکاريو او د افغانستان او روسيې ترمنځ د ديپلوماتيکو اړيکو د کچې لوړولو پر لارو چارو خبرې شوي.د بهرنيو چارو سرپرست وزير د افغانستان او روسيې ترمنځ د دوه اړخيزو اړيکو د سطحې پر لوړولو او پراختيا باندې ټينګار کړي او ويلي يي دي؛ د دواړو هيوادونو ترمنځ د ديپلوماتيکو اړيکو د سطحې په لوړولو سره په ګڼو برخو کې لا زيات پرمختګونه رامنځ ته کېدلی شي.

مولوي امير خان متقي زياته کړې؛ افغانستان سره له دې چې د ګلخانه‌يي ګازونو توليد کې برخه نه لري، خو د اقليم د بدلون له منفي اغېزو څخه خوندي نه دی. د بهرنيو چارو سرپرست وزير له روسيې غوښتنه کړې، چې د چاپېريال ساتنې او د ځنګلونو د خونديتوب په برخه کې د افغانستان په اړوندو ادارو کې کارکوونکو ته روزنه ورکړي.ښاغلي متقي همداراز د چاپېريال ساتنې په اړه په نړيوالو ناستو کې د افغانستان د پلاوي د شتون په برخه کې د روسيې د ملاتړ غوښتنه کړې. روسلان عادلګيرييف د افغانستان او روسيې ترمنځ د ديپلوماتيکو اړيکو د سطحې د لوړېدو پر لارو چارو غږيدلي او ژمنه يې کړې، چې د افغانستان د وروستيو پرمختګونو رښتيني انځور به د روسيې له ولسمشر ولاديمير پوتين سره شريک کړي.د روسيې د ولسمشر سلاکار او ځانګړي استازي ټينګار کړي، چې د افغانستان استازي بايد د اقليم د بدلون اړوندو نړيوالو ناستو کې ګډون وکړي او زياته کړې يې ده، چې روسيه به د  COP 29 راتلونکې ناسته کې چې د اذربايجان په باکو کې ترسره کېږي، د افغانستان پلاوي د ګډون ملاتړ وکړي. نوموړي ويلي؛ د افغانستان او روسيې ترمنځ د دوه اړخيزې سوداګرۍ کميسيون بايد خپل کار پيل کړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *