افغانستانخبرونه

د بهرنيو چارو وزارت: د دوحې درېيمه غونډه کې د اسلامي امارت ګډون ته شرايط برابر شوي

د اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزارت درېيم سياسي رئيس ذاکر جلالي د دوحې د درېيمې غونډې جوړېدو ته په اشارې ليکلي: اسلامي امارت چې څرنګه له ګاونډيو او د سيمې هېوادونو سره پرمختګ کړي، له لوېديځو هېوادونو سره هم د جوړوونکي تعامل پلوی دی.نوموړي د چنګاښ په لومړۍ پر خپله اېکسپاڼه ليکلي، چې د دوحې په درېيمه غونډه کې د تېرو غونډو پر خلاف د اسلامي امارت د ګډون لپاره شرايط برابر شوي او په ياده ناسته کې به د خصوصي سکتور، مالي او بانکي مسايلو او له نشه‌يي توکو سره د مبارزې په اړه خبرې وشي.ده زياته کړې:  (( دا ځل د دوحې د تېرې غونډې پر خلاف د افغانستان د حکومت پلاوي لپاره شرايط برابر شوي، خو بيا به هم وليدل شي چې په راتلونکو نږدې لسو ورځو کې د دې غونډې اړوند پرمختګونه پر کومه ځي.))جلالي ټينګار کړي چې اسلامي امارت د هغې اجندا او ترکيب په رڼا کې د دوحې غونډې ته د پلاوي لېږلو پرېکړه کړې، خو لا روښانه نه‌ده چې د کومې کچې کسان به په‌کې ګډون وکړي.ملګرو ملتونو نږدې يوه مياشت مخکې وويل ، چې د دوحې راتلونکې غونډه له افغانستان سره د نړيوالې ټولنې د جوړوونکي تعامل د زياتوالي په موخه جوړېږي.ټاکل شوې د افغانستان په اړه د دوحې درېيمه غونډه د چنګاښ په لسمه او يوولسمه د ملګرو ملتونو د سرمنشي انټوني ګوټرېش په کوربه‌توب د افغانستان لپاره د هېوادونو د ځانګړو استازيو په ګډون د قطر  پلازمېنه دوحه کې جوړه شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *