افغانستانخبرونهلوبه

د بنګله‌دېش پر وړاندې سياليو ته لوبډله اعلان شوه

د افغانستان کرېکټ بورډ د بنګله‌دېش پر وړاندې څلور ورځنۍ او له سريلانکا او بنګله‌دېش سره راتلونکي درې اړخيزو لوبلړيو لپاره د ۱۹ کلنو لوبډلې نوملړ اعلان کړ.د افغانستان د کرېکټ ۱۹ کلنه لوبډله د مارچ مياشتې پر ۱۲مه نېټه له بنګله‌دېش سره څلور ورځنۍ او تر هغه وروسته د همدې مياشتې پر ۱۸مه نېټه له بنګله‌دېش او سريلانکا سره درې اړخيزه لوبلړۍ ترسره کوي.يادو سياليو ته د لوبغاړو د غوراوي په هدف تېره مياشت د لوبغاړو لپاره په ننګرهار کې روزنيز کمپ نيول شوي و.ټاکل شوې چې تر ۱۹کلنو کم عمره ملي لوبډله به په راتلونکو دوو ورځو کې له بنګله‌دېش سره د لوبو لپاره د چمتووالي په هدف متحده عربي اماراتو ته ولاړه شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *