افغانستانخبرونهروغتیا

د بلخ روغتيايي مسئولين: هڅه کوو روغتيايي خدمتونه  نور هم چټک کړو

د بلخ د عامې روغتيا رياست چارواکي په دې ولايت کې خلکو ته د چټکو او پروخت خدمتونو وړاندې کولو د پنځه مجهزو روغتيايي امبولانسونو د فعاليت خبر ورکوي. ددې رياست د امبولانس آمريت مسئولين وايي، چې د ژمي په دې موسم کې هڅه کوي چې خلکو ته، د اړتيا پرمهال هراړخيزې روغتيايي چوپړتياوې وړاندې کړي، ترڅو ناروغان له ګڼو آسانتياوو څخه برخمن شي.د بلخ امبولانس آمر ډاکټر احمد فريد سراجي وايي، چې ياد امبولانسونه پر ټولو تجهيزاتو او طبي سيسټمونو سمبال دي، چې د پېښې له ځايه تر روغتونه د ټپي کس لومړنۍ روغتيا پالنه په پوره ډول ترسره کېږي.(( د بلخ د عامې روغتيا رياست او د بلخ امبولانس آمريت پوره چمتو دي، چې په ښار او لويو لارو کې  کوم وخت چې ناروغ او يا ترافيکي پېښه رامنځته کېږي، پر وخت يې تر روغتونه پورې ورسوي. ولس ته ډاډ ورکوو، چې دوی ته به پر وخت خدمات وړاندې کوو))  دغه راز ډاکټر سراجي زياتوي؛ چې دامهال د بلخ امبولانس د ښار سربېره، په درې سټېشنونو کې د مزار – کابل، مزار – شبرغان او د مزار –  دره صوف په لويو لارو کې فعاليت لري، چې ناروغان او د ترافيکي پېښو عاجل ټپيان تر روغتونه پورې پر وخت رسوي.(( د بلخ امبولانس درې سايټونه لري، لومړی سايټ د مزار –  کابل په لويه لاره د قلعه قل محمد په سيمه کې دی، دويم سايټ يا سټېشن د مزار – شبرغان په لويه لاره باندې د چهاربولک په تيمورک سيمه کې دی، چې هلته ډېرې ترافيکي پېښې رامنځته کېږي او درېيم سايټ د مزار – دره صوف په امام بُکري سيمه کې دی، چې هلته هم د پېښو امکان ډېر وي)) بله خوا يو شمېر بلخ مېشتي اوسېدونکي ددې امبولانس د خدمتونو هرکلي کوي او چوپړتياوې يې د خلکو لپاره خورا ګټورې بولي.د ياد ولايت يو تن اوسېدونکي عبدالله زيار وايي، چې د بلخ امبولانس خدمات د پخوا په څېر اوس نسبتاً کم شوي او مسئول چارواکي دې دغه خدمات زيات او د ولسواليو لرې پرتو سيمو ته وغځوي، ترڅو مستحق کسان له دې اسانتياوو برخمن شي.((د بلخ امبولانس له خدمتونو راضي يو؛ خو دا کافي نه دي. له حکومته مو غوښتنه دا ده، چې په لويو لارو کې دې ستيشنونه زيات فعال او لومړني خدمات دې ډېر کړي، ځکه ډېر وخت چې ترافيکي پېښه کېږي، روغتون ته له رسېدو مخکې خپل ژوند له لاسه ورکوي)) د بلخ امبولانس سيستم شپږ مياشتې وړاندې، د روغتيا نړيوال سازمان په مالي ملاتړ د ۱۳۰ زره امريکايي ډالرو په لګښت د ۱۴ امبولانسونو او د شاوخوا ۵۰ تنه کارکوونکو په درلودلو سره يې فعاليت پيل کړی و؛ خو په دې وروستيو کې ياد سازمان ددې امبولانس له مالي ملاتړه لاس په سر شوي او دمګړي پنځه امبولانسونه د حکومت په مالي ملاتړ فعاليت کوي. احمد الله ستانکزی

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *