افغانستانخبرونه

د بلخ د عامې روغتيا رياست: د بلخ اوسېدونکي روغتيايي خدمتونو ته بشپړ لاسرسی لري

د بلخ د عامې روغتيا رئيس وايي، چې د دغه ولايت اوسېدونکي سل په سلو کې روغتيايي خدمتونو ته لاسرسی لري. نوموړی زياتوي ،چې په هيواد کې د اسلامي امارت له واکمنۍ راوروسته يوازې په بلخ کې ۴۵ روغتيايي کلينيکونه جوړ شوي دي.د بلخ د عامې روغتيا رئيس ډاکټر نجيب الله توانا چې د بلخ ولايت د چهاربولک ولسوالۍ په بصت پيکل کلي کې يې د يوه روغتيايي کلينيک د پرانيستلو په مراسمو کې خبرې کولې؛ وويل، د خلکو ټولې طبي اړتياوې په پام کې نيول کېږي او دا مهال د بلخ اوسېدونکي سل په سلو کې روغتيايي خدمتونو ته لاسرسی لري او په هيواد کې د اسلامي امارت له واکمنۍ وروسته يوازې په بلخ ولايت کې ۴۵ روغتيايي کلينيکونه جوړ شوي دي.توانا وويل، چې د باسط پكال لومړني روغتيايي كلينيك د چمتال او چهاربولك ولسواليو څه باندې ۷۵۰۰ كورنۍ او له لسو څخه زيات كلي تر پوښښ لاندې راولي. په دې کلينيک کې روغتيايي خدمتونه لکه: د نارينه او ښځينه ناروغانو معاينه، واکسين کول، تغذيه او زېږون ترسره کېږي.ښاغلي توانا زياته کړه، د دغه کلينيک پر جوړولو او تجهيز څه باندې درې ميليونه افغانۍ د بلخ د عامې روغتيا او د اسلاميک ريليف موسسې له خوا لګول شوي او په دغه کلينيک کې ټول روغتيايي خدمات خلکو ته په وړيا ډول وړاندې کېږي. د عامې روغتيا وزارت د پلان او پاليسۍ معين ډاکټر حسن غياثي د افغانستان ټولو خلکو ته د روغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې د عامې روغتيا وزارت د ژمنې د څرګندولو په ترڅ کې وويل: د افغانستان د اسلامي امارت ټولو مشرانو او مسئولينو له ټولو کوچنۍ آسانتياوې جوړې کړې او په تېرو دوو کلونو کې د هيواد په لرې پرتو سيمو کې ((روغتيايي مرکزونه)) جوړ شوي دي. همدارنګه غياثي زياته کړه، چې له بده مرغه په تېرو دولسو کلونو کې خلکو ته هراړخيز او اساسي روغتيايي خدمات نه دي وړاندې شوي، خو اوس مهال د هيواد په ټولو ولايتونو کې د (( روغتيا د ټولو لپاره ))تر شعار لاندې باکيفيته او متوازن روغتيايي خدمتونه وړاندې کېږي. په ورته وخت کې په شمال زون کې داسلامي مرستون د مرکز مشر اجمل محب هم په دغه مرکز کې دراتلونکو درېو کلونو لپاره دخدمتونو وړاندې کولو ډاډ ورکړ او له خلکو يې وغوښتل ،چې ددې مرکز د تجهيزاتو په ساتنه کې ورسره همکاري وکړي .
په کندهار کې ۱۷ زرو تنو ته د کار زمينه برابره شوې

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *