افغانستانخبرونهروغتیا

د بلخ حوزوي روغتون کې د مور او ماشوم د پاملرنې څانګه پرانيستل شوه

د عامې روغتيا وزارت سرپرست ډاکټر قلندر عباد بلخ ولايت ته د خپل سفر په ترڅ کې، د بلخ له والي حاجي محمديوسف وفا، عامې روغتيا رئيس رحمت الله منصور په ګډون د دې ولايت د حوزوي روغتونو له ټولو چارو څخه د ليدنې ترڅنګ په ياد روغتون کې د مور او ماشوم د پاملرنې څانګه پرانيستله.په دغو مراسمو کې ډاکټر قلندر عباد د ټولو ډاکټرانو څخه مننه وکړه، چې په هر حالت کې يې د خپل ځورېدلي ملت خدمت کړی دی.نوموړي زياته کړه ،چې په ټول هيواد کې ۱۱ زره فعال بسترونه موجود دي، په داسې حال کې چې د افغانستان نفوس ته په کتو سره په ابتدايي شکل بايد ۴۵ زره بسترونه شتون ولري.نوموړي ټولو ډاکټرانو ته ډاډ ورکړ، چې د تخصصي ډاکټرانو معاشات به ډېر ژر لوړ کړي او زياته يې کړه، د موجوده امکاناتو په ذريعه د اسلامي امارت په راتګ سره ټول خپل کوښښونه کړي دي.ده وويل: د روغتيا برخې د معياري کولو، د ښو خدمتونو، مسلکي او تخصصي ډاکټرانو په جلبولو او د روغتيايي خدمتونو په وړاندې کولو کې به د ټولو مشورو او نظرونو ته لومړيتوب ورکول کېږي.ورته مهال د بلخ والي حاجي محمديوسف وفا وويل، چې دا هيواد په تېرو دوو کلونو کې خپلواک شوي، بوديجه، ولس، پروژې، د بنيادي کارونو او پرمختګونو پروژې د خپل هيواد دي او ټولې هغه نقشې پلان کېږي، چې د راتلونکي لپاره د پرمختګ سبب وګرځي.

د يوبل خبر له مخې:  د عامې روغتيا وزارت سرپرست ډاکتر قلندر عباد بلخ ته د سفر پرمهال د دغه ولايت له والي محمد يوسف وفا سره وکتل.په دې کتنه کې ډاکتر قلندر عباد بلخ ته د خپل سفر موخه د شمال زون د عامې روغتيا له رياستونو او دولتي روغتونونو د خدمتونو څخه له نږدې ليدنه، د مسلکي او تخصصي ډاکټرانو ستونزې او غوښتنې اورېدل او ټول کاري پرسونل ته په يوشمېر برخو کې ډاډ ورکول ياده کړه. ډاکتر عباد وويل: په تېرو شلو کلونو پرمهال په شمال زون کې روغتيا برخې ته هېڅ کار نه دی شوی، لرې پرتو ولسواليو ته خدمات بېخي نه دي وړاندې شوي، خو د افغانستان اسلامي امارت په راتګ سره د هيواد ټولو ولايتونو او لرې پرتو ولسواليو ته روغتيايي خدمات وړاندې شوي دي.نوموړي تنګار وکړ، چې د عاليقدر اميرالمؤمنين (حفظه الله) د هدايت پر اساس د عامې روغتيا وزارت او ولايتونو کې رياستونه بايد د خپل ځپل شوي ملت په هر کونج کې معياري روغتيايي خدمات وړاندي کړي.ورته مهال د بلخ والي نوموړي او مل پلاوي ته ښه راغلاست ووايه او مننه يې وکړه، چې شمال زون ته په دې موخه سفر ترسره کوي، ترڅو دلته د عامې روغتيا رياستونو ستونزې او غوښتنې له نږدې واوري او په راتلونکي کې يادې ستونزې د ولس لپاره د لا ښو خدمتونو وړاندې کولو په موخه حل شي. باختر

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *