افغانستانخبرونه

د بغلان سېلاب‌ځپلو ته د قطر د مرستو لومړۍ جوپه راورسېده

د  افغان حکومت چارواکي وايي: د بغلان له سېلاب‌ځپلو سره د مرستې په موخه د قطر له لوري د خوراکي او غيرخوراکي توکو يوه جوپه د بلخ د مرکز مزارشريف ښار هوايي ډګر ته رارسېدلې.د قطر دغه بشري مرستې پرون د يو لړ مراسمو په ترڅ کې د مزارشريف د «مولانا جلال‌الدين محمد بلخي په هوايي ډګر کې د دغه هېواد د استازيو له لوري د سرپرست حکومت چارواکو ته سپارل شوې دي.د اقتصاد وزارت مالي او اداري مرستيال محمد‌علم جميل وايي: په دغو مرستو کې خوراکي توکي، طبي وسايل او د کورنيو توکو ترڅنګ خېمې هم شاملې دي چې بغلان کې د سېلابونو له امله پر زيانمنو شويو کورنيو به ووېشل شي.جميل د قطر له مرستو څخه د مننې ترڅنګ له نورو هېوادونو او کورنيو او بهرنيو مرستندويو موسسو څخه هم د بشري مرستو غوښتنه وکړه.بله‌خوا د قطر استازي د دې مرستو د سپارلو پرمهال وويل، چې په څو ورځو کې به له دغه هېواد څخه د بشري مرستو څلور نورې جوپې هم افغانستان ته راولېږدول شي.بغلان کې د وروستيو سېلابونو په ترڅ کې د ښځو او ماشومانو په ګډون د دغه ولايت سلګونه اوسېدونکي مړه او ټپيان شوي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *