افغانستانخبرونه

د بغلان د احصايې رياست ۲۷ ميليونه افغانۍ عوايد راټول کړي

د بغلان ولايت د احصايې او معلوماتو رياست مسئولين وايي، چې د روان لمريز کال په لومړيو ۶ مياشتو کې يې څه باندې ۲۷ ميليونه افغانۍ عوايد د بېلابېلو خدمتونو له امله راټول کړي دي. د ياد ولايت د احصايې او مالوماتو رئيس ګل رحمن رحماني  وايي، چې د روان کال په ۶ مياشتو کې يې د برښنايي او کاغذي پيژندپاڼو د وېش، د زېږون کارت، د کاغذي پېژندپاڼې د تائيدۍ او د فوتي پارچې د وېش له امله ۲۷ ميليونه، ۱۰۱ زره ۶۵۰ افغانۍ عوايد راټول کړي دي. رحماني ويلي، چې  خپلو مراجعينو ته يې په دې ولايت کې د سن اصلاح او ګڼې نورې اسانتياوې رامنځته کړي او هڅه کوي، څو په چټک ډول لازم خدمتونه خپلو مراجعينو ته وړاندې کړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *