افغانستانخبرونه

د بغلان بوغابي کوتل سړک د کانکرېټ چارې ۸۰ سلنه بشپړې شوې

د بغلان ولايت د ټولګټو چارو رياست چارواکي وايي، چې د دې ولايت د دوشي ولسوالۍ د بوغابي کوتل د دوه کيلو متره سړک د کانکرېټ کېدو چارې ۸۰ سلنه بشپړې شوې دي. د معلوماتو له مخې ، د بوغابي کوتل سړک ۲ زره ۱۷۷ متره اوږدوالي او ۹ متره پلنوالي لري، چې د ۷۱ ميليونه افغانيو په لګښت رغول کېږي. د چارواکو په خبره اوس د دې سړک د جوړېدو چارې تر۸۰ سلنه بشپړې شوې او پاتې ۲۰ سلنه نورې به يې هم ډېرې ژر بشپړې شي. د بغلان ولايت والي په يوه غونډه کې د وينا پرمهال ويلي، چې دوی په دغه ولايت کې له ټولو رغنيزو پروژو ملاتړ کوي او هڅې يې دا دي چې په دې ولايت کې لا زياتې پروژې پلې شي او خلکو ته په بيلابيلو برخو کې اسانتياوې برابرې کړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *