افغانستانخبرونه

د بشري مرستو بله څلوېښت ميليون ډالري کڅوړه هم کابل ته را ورسېده

د افغانستان بانک، پرون په يوه خبرپاڼه کې، کابل ته د ۴۰ ميليونو امريکايي ډالرو بشري مرستو د رارسېدو خبر ورکړی دی.په خبرپاڼه کې ويل شوی: افغانستان ته د بشري مرستو په لړ کې، ۴۰ ميليونه امريکايي ډالره نغدي مرسته کابل ته راورسېده.د افغانستان بانک، د نړيوالې ټولنې د بشري مرستو قدرداني کړې او د زياتو همکاريو غوښتنه يې کړې ده.په همدې حال کې، دغه بانک هېواد ته له قانوني او اصولي لارو د اسعارو د واردېدو هرکلی کړی او د نړيوالې ټولنې د بشري مرستو د مننې ترڅنګ يې غوښتنه کړې ، چې په نورو مالي او بانکي برخو کې هم له افغانستان بانک سره غوره بانکي اړيکې وپالي.د يادونې وړ ده ،چې افغانستان ته د بشري مرستو له پيله، د( ۵۸) مه کمکي کڅوړه ده ،چې په نغدي ډول کابل ته را رسېږي او د هېواد يو سوداګريز بانک ته سپارل کېږي.وړمه ورځ هم، د بشري مرستو ۴۰ ميليون ډالري کڅوړه د هېواد يو سوداګريز بانک ته لېږدول شوې وه.دا په داسې حال کې چې افغانستان ته د مرستندويو هېوادونو د بشري مرستو د لېږلو دبهير له پيله تر اوسه، نږدې دوه ميليارډه امريکايي ډالره هېواد ته را رسېدلي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *