
د ننګرهار برېښنا حوزې له لورې د امنيه قوماندانۍ له لارې اړوند حوزو ته د برېښنا ناقانونه کارونکو ۸ تنو مکتوبونه د امنيه قوماندانۍ له لورې اړوند حوزو ته وسپارل شول. د ننګرهار برېښنا حوزې د برېښنا ضايعاتو مخنېوي په موخه څارنيز عمليات کوي، چې دې عملياتو کې د ترو مزو په ګډون د هغو پېرودونکو برېښنا هم پرې کېږي، چې هستوګنيزه او صنعتي برېښنا په تجارتي برخه کې کاروي. د افغانستان برېښنا شرکت په ځلونو پر ټولو هېوادوالو غږ کړی، چې له برېښنا دې ناقانونه ګټه نه اخلي او د برېښنا غلا مخنيوي کې دې همکاري وکړي. د افغانستان برېښنا شرکت پاليسۍ له مخې د برېښنا هر ډول ناقانونه کارونکي مجرم بلل کېږي او قانوني چلن ورسره کېږي.