
د اوبو او برېښنا سرپرست وزير ملا عبداللطيف منصور د جمعې په ورځ د دولتي پلاوي په مشرۍ ترکيې ته په رسمي سفر لاړ.د دغه وزارت د خپرونو رئيس غلام جيلاني حقپرست رسنيو ته ويلي، له نوموړي سره په دغه سفر کې د افغانستان برېښنا شرکت اجرائيوي رئيس هم ملګرتيا کوي.نوموړي زياته کړې ،چې په دغه سفر کې به د وارداتي برېښنا د دوام ترڅنګ په کور د ننه د برېښنا د توليد د پراختيا لپاره هم هڅې وشي:(( دوی به په دې سفر کې د تاجکستان د برېښنا له مسئولينو سره او له دغه هېواد سره د ۲۰۲۳ م کال تر پايه د وارداتي برېښنا د تړون د غځولو په اړه خبرې وکړي او ترڅنګ به يې په ترکيه کې په يو شمېر هغو ناستو کې هم ګډون وکړي ،چې په افغانستان کې د برېښنا د توليد د پراختيا او پرمختګ په اړه جوړېږي.)په همدې حال کې د افغانستان برېښنا شرکت وياند حکمت الله ميوندي هم وايي، چې د اوبو او برېښنا له وزير سره د دغه شرکت رئيس ملا محمدحنيف حمزه هم ملتيا کوي او نوموړي هيله څرګندوي، چې له تاجکستان سره به د وارداتي برېښنا تړون وغځېږي:((دوی به هلته د تاجکستان د برېښنا له مسئولينو سره ګوري او د ۲۰۲۳ م کال د وارداتي برېښنا د تړون په اړه خبرې کوي انشاءالله په دغې برخه کې به تړون لاسليک کېږي.))د اقتصادي چارو کارپوه احسان الله احسان په هېواد کې د انرژۍ زياتولو لپاره بهرنيو هېوادونو ته سفرونه د هېواد په ګټه بولي او وايي، د هېواد د پرمختګ لپاره برېښنا اړينه ده، هغه که د صنعت په برخه کې وي او يا هم د کانونو او نورو برخو کې.(( اړتيا دا ده چې د افغانستان د انرژۍ د توليد له سرچينو بايد ماهرانه ګټه واخيستل شي، د دغې چارې لپاره بايد افغان متخصصين له بهرنيو متخصصينو سره د سلا مشورو لپاره بهرنيو هېوادونو ته سفرونه وکړي، تر څنګ يې بايد په کور د ننه هم د انرژۍ د توليد لپاره د متخصصې قوې د روزلو زمينه برابره شي.))د يادولو وړ ده چې څو ورځې وړاندې د اوبو او برېښنا سرپرست وزير ازبکستان ته هم سفر کړي و او له هغه هېواد سره يې هم د وارداتي برېښنا تړون د ۲۰۲۳ کال ترپايه وغځاوه.