افغانستانخبرونه

د بدخشان موزيم آثار نندارې ته وړاندې کېږي

د بدخشان ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس وايي چې د کورنيو او بهرنيو سيلانيانو د راجلبولو په خاطر د بدخشان د سيمه ييز موزيم آثار نندارې ته وړاندې کوي.د بدخشان ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس ذبيح الله اميري د افغانستان  ملي موزيم د ماموريت له ټيم سره په کتنه کې ويلي: د بدخشان سيمه ييز موزيم ارزښتناک تاريخي او کلتوري اثار لري. ده زياته کړه، چې د کورنيو او بهرنيو سيلانيانو د راجلبولو په موخه د بدخشان د سيمه ييز موزيم د آثارو د افشا کولو پلان په لاس کې لري او هڅې روانې دي، چې د فيض آباد ښار کې يو مناسب ځاى برابر شي.ښاغلي اميري څرګنده کړه: دا مهال يوه وړه کوټه ده چې د بدخشان ۵۴ لرغوني، تاريخي او فرهنګي اثار پکې ساتل کېږي،  دا اثار  بايد د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له خوا ثبت شي او موږ غواړو د بدخشان سيمه ييز موزيم په يوه مناسب ځای کې جوړ کړو.د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس څرګنده کړه چې د بدخشان ولايت په زړه کې په زرګونو تاريخي او قيمتي اثار شته چې تر اوسه نه دي کشف شوي او دغه ولايت د هېواد يو له فرهنګي ولايتونو څخه دى او بايد خلکو ته معرفي شي.
نوموړي دغه راز د بدخشان له اوسېدونکو وغوښتل، چې خپل تاريخي او فرهنګي اثار او لوازم دې په خپل نوم سيمه ييز موزيم ته ورکړي، ځکه په موزيم کې  په معياري ډول ساتل کېږي.
د يادونې وړ ده چې د بدخشان سيمه ييز موزيم په ۲۰۱۵ کال کې تاسيس شو او تر دوه کاله وړاندې په کې يوازې ۸ اثار موجود وو، خو د اسلامي امارت د حکومت له جوړېدو سره د دغو اثارو شمېر ۵۴ ته لوړ شو

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *