
په باميان او دايکندي کې د سختو واورو له اورښت سره هممهاله د دغو دوو ولايتونو اوسېدونکي له بېوزلۍ او ناداراۍ څخه د اندېښنې په څرګندونو سره وايي، چې د خوراکي او سوند توکو د پېرلو توان نهلري.باميان او دايکندي کې يوشمېر بېوزله کورنۍ همداراز د مرستو نه ترلاسه کولو او د مرستندويه بنسټونو له لوري د مرستو پر ناعادلانه وېش هم نيوکه کوي.شکيلا چې د باميان اوسېدونکې ده او د يوې شپږ کسيزې کورنۍ سرپرستي ور ترغاړه ده، وايي: د سړې هوا له کبله دا او اولادونه يې ناروغان شوي دي.نوموړې وويل: (( ګزاره سخته ده، سوند توکي نشته، ګراني ډېره ده، سړی د سوند توکي واخلي. موسسې موږ سره مرسته نه ده کړې، که موسسه راهم شي، هغو کسانو سره مرسته کوي، چې واسطه ولري، يا موسسه کې موټروان يا کارمند وي، هغوی مرستې ترلاسه کوي.))په ورته مهال د باميان بله اوسېدونکې طيبه وايي: د دوو کوچنيو ماشومانو مور ده او د بېوزلۍ له امله نه د کور ګرمولو لپاره د سوند توکي اخيستی شي او نه هم خپلو ماشومانو ته وچې شيدې برابرولی شي. د نوموړې په وينا: اقتصادي وضعيت يې خراب دی، نه خواړه لري او نه هم د ګور تودولو لپاره سوند توکي.بلخوا د باميان ګاونډ د دايکنډي اوسېدونکي هم دغه ولايت کې له بېوزلۍ شکايت کوي او وايي ،چې د ژمي په دې سړو شپو او ورځو کې خپلې خوراکي اړتياوې نشي پوره کولای او د ځان تودولو لپاره د سوند توکو د رانيولو توان نهلري.د دايکنډي د خدير ولسوالۍ اوسېدونکې فاطمه وايي: (( زه خپله بېسرپرسته مېرمن يم، سوند توکي نهلرم، خوراکي توکي نهلرم، څوک نشته چې مرسته راسره وکړي.))د دايکنډي بل اوسېدونکی رستم چې نيلي ښار کې لاسي توکي پلوري، وايي: د بېوزلۍ له امله خپل کور نشي تودولی او ماشومان يې يخ وهلي دي، خو د باميان او دايکنډي محلي مسئولين وايي، چې له مرستندويه موسسو سره همکاري کوي،ترڅو د خلکو اړتياوې برابرې کړي.د باميان د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس سيفالرحمن محمدي وايی: (( رښتيا چې خلک ډېرو مرستو ته اړتيا لري، خو د باميان محلي اداره هڅه کړې ،چې د موسسو او ادارو له لارې د خلکو ستونزو ته رسېدنه وکړي.)) په ورته مهال نوموړي په باميان کې د مرستو د ناعادلانه وېش خبره ردوي.د دايکنډي د ولايت مقام سرپرست محمدنور خليل بيا وايي، چې له مرستندويه موسسو او محلي ادارو سره په همکاري د خلکو ستونزو ته رسېدنه کېږي.نوموړي وويل: (( دايکنډي کې د ډبرو سکاره قيمته و او نه پيدا کېدل، محلي ادارې د رئيسالوزرا په امر خلکو ته د ډبرو سکاره وارد کړل او بيه يې ډېره ټيټه شوې ده.))دا په داسې مهال دي ،چې په وروستيو څو ورځو کې د هېواد په ځينو ولايتونو کې د هوا درجه منفي ۳۲ درجو ته رسېدلې وه ،چې ورسره په ځينو ولايتونو کې د انسانانو او څارويو د مړينې خبرونه هم ورکړل شوي دي.