
د باميانو خلک په لرغونو سيمو کې د خپلسرو ودانيو له جوړولو شکايت کوي
د باميانو يو شمېر اوسېدونکي وايي: په وروستيو مياشتو کې د دې ولايت په لرغونو ځايونو کې د خپل سرو ودانيو د جوړولو چارې پيل شوې دي.دوی په دغو ځايونو کې د ودانيزو چارو د مخنيوي غوښتنه کوي.د باميانو يو اوسېدونکی عبدالولي وايي: (( هغه سيمې چې په زرغونو سيمو کې راتلې او همداراز په لرغونو ځايونو کې شاملې دي، په کې خپل سرې رغنيزې چارې روانې دي.))د باميانو اوسېدونکی شېر اغا زياتوي: (( يو شمېر مو ولېدل، چې پخوا هلته ودانۍ جوړول منع و، خو اوس لګيا دي.))ورته مهال، لرغونپوهان پهدې باور دي ،چې د باميانو په لرغونو ځايونو کې د خپلسرو ودانيزو چارو دوام به د دې ځايونو تاريخي هويت ته زيان ورسوي.لرغونپوه فاضل اکبري وايي: ((اوس چې د باميانو په زرغونه سيمه او د لرغونو سيمو د ماسټرپلان ساحه کې خپل سري ودانيزې چارې روانې دي، که مخنيوي يې و نهشي، کولای شي باميانو او د باميانو ميراث ته ناوړه پايلې ولري.))په همدې حال کې د باميانو سيمهييز مسئولين وايي: د دې ولايت په لرغونو ځايونو کې د خپلسرو ودانيزو چارو د مخنيوي په پار هلې ځلې کوي.د باميانو د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس سيفالرحمان محمدي وايي: ((د باميانو په تاريخي سيمو او نورو برخو کې به هېچا ته د خپل سرو ودانيزو چارو اجازه ور نهکړو.))دا په داسې حال کې ده چې د باميانو سيمهييز مسئولين د روان کال په اوږدو کې د دې ولايت لرغونو سيمو ته د کورنيو او بهرنيو سيلانيانو د شمېر د ډېرېدو خبر ورکوي.