
د ټولکټو چارو وزارت وايي: له تيرې يک شنبه راپدېخوا د واورې او بارانونو د اورېدو له امله د افغانستان د يو شمېر ولايتونو د مواصلاتي لارو د بندېدو خبر ورکړی دی.د دغه وزارت وياند حميدالله مصباح مرغومي په ۱۸ مه په يو ويډيويي پيغام کې ويلي و، چې باميانو کې د شاتو کوتل او سرپل ولايت کې د قم کوتل لار د ترافيکو پر مخ بنده شوې ده. مصباح همدارنګه زياتوي، چې د فراه ولايت د پرچمن ولسوالۍ لاره هم له مرکز سره د واورې اورېدو له امله بنده شوې ده.ده زياته کړې: (( په باميانو کې د واورې د اورښت له امله د شاتو کوتل لاره په موقت ډول د ترافيکو پرمخ بنده ده او په فراه کې د پرچمن ولسوالۍ لاره هم د واورې داورښت له امله دترافيکو پر مخ بنده ده .په سرپل کې هم يوازې د قم کوتل لاره چې بلخاب له سرپل سره وصلوي د واوري ورېدو له امله د ترافيکو پرمخ بند ده،خو بديله لاره يې خلاصه ده.))نوموړي زياته کړې په کابل، ميدان وردګو، پروان، پنجشېر، بدخشان، دايکندي، زابل، پکتيا، خوست، هلمند او فارياب ولايتونو کې واورې اورېدلي، خو ټولې لويې لارې او سړکونه يې د ترافيکو پر مخ خلاص دي. د ټولګټو چارو وزارت وياند همدارنګه ويلي، چې د سالنګونو لويه لاره وړمه ورځ هم د سختې واورې او توپان له امله د ترافيکو پر مخ تړل شوې وه.ده ويلي، چې د سالنګونو پر لويه لاره د واورې پاکولو عمليات جريان لري. دغه وزارت له ټولو موټر چلوونکو څخه غوښتي چې له يادو لارو څخه د تېرېدو پر مهال د موټر چاين يا ځنځير، ګرمې بسترې، تېل او روغنيات او خوراکي موادو له ځان سره ولري.دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د هوا پيژندنې ملي ادارې د تيرې شنبه په ورځ د افغانستان په ۲۵ ولايتونو کې د سختو بارانونو، واورې اورېدو او د يخې هوا څپې د راتلو خبرداری ورکړی و.په دغو ولايتونو کې پکتيکا، خوست، پکتيا، لوګر، ميدان وردګ، غزني، باميان، غور، سرپل، دايکندي، ارزګان، زابل، کندهار، هلمند، فراه، بدخشان، تخار، نورستان، کونړ، لغمان، کاپيسا، پنجشېر، پروان، بغلان، کابل او سالنګونه شامل وو.يادې ادارې ويلي و ،چې د اورښت کچه به په بېلابېلو سيمو کې له۱۰څخه تر ۲۵ ملي مترو او همدارنګه د واورې کچه به په بېلابېلو سيمو کې له۱۰ څخه تر۴۰ سانتي مترو پوري وي.د يادونې وړ ده چې پرون د سالنګ لويه لاره او د غور _ کابل ترمنځ لارې د هر ډول موټرو پر مخ تړل شوې وې. حسن خان اتل