خبرونهنړۍ

د ایران د دفاع وزارت پر ځينو برخو د ‘بې پیلوټه’ الوتکې بریدونه شوي

د ایران دفاع وزارت ويلي، چې اصفهان کې ددغه وزارت پر ځينو برخو د ‘بې پیلوټه’ الوتکې بریدونه شوي دي.
د ایران دفاع وزارت ويلي، چې اصفهان کې ددغه وزارت پر ځينو برخو د ‘بې پیلوټه’ الوتکې بریدونه شوي دي.

د ايران د دفاع وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ياد بريد ته د (کوچنۍ مرغۍ) برید ويل شوي چې د دغه وزارت په يوه بنسټ شوي دي.

د دفاع وزارت او د ایران وسله والو ځواکونو په یوه ګډه خبرپاڼه کې ویلي، د شپې دوه نیمې بجې له کوچنۍ مرغۍ په ګټه اخیستو د دفاع وزارت پر یوه بنسټ او ورشکاپ نابریالی برید شوی، چې پکې څوک وژل شوي نه دي، يواځې د ورکشاپ چت زيانمن شوی دی.

خبرپاڼه زیاتوي، دوه نورې بریدګرې بې پیلوټه الوتکې ویشتل شوې دي‌.‌

ايران تر اوسه د دغه بريد پړه پر کوم هېواد يا ډلې نه ده اچولې او نه چا د دغه بريد مسؤليت په غاړه اخيستی.

دغه راز د ایران حکومت ويلي، له دې برید څو ساعته مخکې د اصفهان د “مهماتو” د تولید په یوه کارخونه کې یوه لویه چاودنه شوې چې چا ته په کې زیان نه دی اوښتی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *