افغانستانخبرونه

د ايران سفير: په افغانستان کې د ايراني پانګوالو لپاره د پانګونې ښه زمينه برابره ده

کابل کې د ايران سفير او د دغه هېواد د ولسمشر ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي ويلي: په افغانستان کې د ايراني پانګوالو لپاره د پانګونې ښه زمينه برابره ده.نوموړي زياته کړې: په افغانستان کې د پانګونې لپاره په هره برخه په ځانګړي ډول د کانونو برخه کې ښه زمينه برابره ده او ايران د يوه دوست هېواد په توګه په افغانستان کې پانګونه د اقتصادي ودې لپاره له خپلو لومړيتوبونو بولي.قمي د فولادو يادونه وکړه او ټينګار يې وکړ، چې د کانونو په برخه کې تر افغانستان پرته بل هېڅ هېواد د ايران لپاره وجود نه لري.د ايران سفر ټينګار کړی، چې ايران کولی شي په افغانستان کې د يوه دوست په شان همکاري وکړي او دواړو هېوادونو ته اقتصادي ګټه واړوي.د ده په وينا: ايران اوس خپل ځينې لومړني توکي له استراليا، برازيل، او د لاتينې امريکا له ځينو هېوادونو واردوي، په داسې حال کې، چې افغانستان يې ګاونډ کې دی او په آسانه کولی شي، له دغه هېواده يې وارد کړي. د ايران سفر دا هم ويلي، چې د دواړو هېوادونو د همکارۍ او اقتصادي ودې لپاره د امن پولو شتون هم اړين دی. کاظمي د افغانانو تر منځ په سياسي ديالوګ هم ټينګار کړي ويلي يې دي، چې که افغانان خپلو کې سره جوړ شي، نو ايران به له افغاني کډوالو خلاص شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *