
هیواد ورځپاڼه، شنبه، ۳ جدي، ۱۴۰۱ل
د امریکا د استازو مجلس اوکراین سره د ۴۵ میلیارد ډالرو نوې بسته منظوره کړه چې د پیټرایټ توغنديو لپاره لګښت هم پکې شامل دی.
د مرستو دا بسته د ولسمشر جو بایډن د حکومت د لګښتونو د ۱.۶۶ ټرلیون ډالرو بودجي یوه برخه ده چې د سنا مجلس پرون منظوره کړه او ټاکل شوې چې بایډن ته به د لاسلیک لپاره واستول شي چې په قانون بدله شي.
د اوکراین سره د مرستو دا تازه بسته د هغو ۵۰ ملیارد ډالرو مرستو په دوام کیږي چې امریکا په روان میلادي کال کې دې هېواد سره کړي دي.
د اوکراین سره د مرستو تازه بسته داسې مهال منظوریږي چې څو ورځې وړاندې د دې هیواد ولسمشر واشنګټن ته تللی و او د کانګرس دواړو خونو ته یې وینا هم وکړله.