خبرونهنړۍ

د اوکراين د کورنيو چارو د وزير په ګډون ګڼ چارواکي د چورلکې لوېدو په پېښه کې وژل شوي

له اوکراين وروستي رارسيدلي راپورونه وايي، چې د ياد هېواد د کورنيو چارو د وزير (( موناستيرکي)) په ګډون ۱۷ لوړ پوړي چارواکي د چورلکې د غورځېدو په پېښه کې وژل شوي دي.دغه چورلکه پرون سهار پلازمينې کييف ته نږدې ((برووري)) سيمه کې د هلکانو په يوه ښوونځي کې راغورځېدلې چې د ۱۵ ماشومانو په ګډون په کې ۲۵ تنه نور کسان ټپيان شوي هم دي.که څه هم تر اوسه د يادې چورلکې د غورځېدلو د لامل په اړه څه نه دي ويل شوي؛ خو ځينو اوکرايني سرچينو ((العربيه)) تلويزيوني شبکې ته ويلي ،چې ښايي ياده چورلکه د روسيې له خوا په نښه شوي وي.د ويلو ده له کله چې روسيې پر اوکراين يرغل پيل کړی او که دې پېښه کې يې لاس درلودل ثابت شي، نو دا به لومړی ځل وي ،چې په ياده جګړه کې د اوکراين دومره ډېر لوړ پوړي چارواکي وژل کېږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *