
د ترکيې ولسمشر او اوکرايني چارواکو تائيد کړه، چې د غله جاتو د صادراتو تاريخي موافقه وغځول شوه.د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان او اوکرايني چارواکي وايي: هغه بېسارې موافقه چې د جګړې پر مهال د اوکراين غله جاتو ته اجازه ورکوي، څو افريقايي هېوادونو، منځني ختيځ او آسيايي هېوادونو ته ولېږدول شي، تمديد شوې ده.د نړۍ په دغو برخو کې لوږه په زياتېدو ده او د خوراکي موادو د بيو لوړېدو هم خلک اندېښمن کړي دي.د اوکراين د صدراعظم مرستيال الکساندر کوباکوف په يوه ټويټ کې ويلي، چې دغه موافقه د ۱۲۰ ورځو لپاره تمديد شوې، خو د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان دا موده نه ده تائيد کړې.اوکراين، ترکيې او ملګرو ملتونو د دې موافقې پر ۱۲۰ ورځني تمديد ټينګار کاوه، خو روسيه غواړي يوازې يې د ۶۰ ورځو لپاره تمديد کړي.