افغانستانخبرونه

د اوسپنې پټلۍ ادارې او ملي پراختيا شرکت اوچارو د لاښه پرمختګ په اړه غونډه وکړه

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې د سرپرست ملا بخت الرحمن شرافت په مشري د دغه ادارې او ملي پراختيا شرکت ترمنځ په بلخ ولايت کې د قوش تيپې کانال په هغه جوړېدونکي پل بحث وشو، چې د اوسپنې پټلۍ لاندې تيريږي.
دغه ناسته کې د ملي پراختيا شرکت معاون ښاغلي انجنير رياض الدين شريفي په پلان کې نيول شوي پل په اړه اړين معلومات وړاندې کړل.د اوسپنې پټلۍ ادارې سرپرست ښاغلي شرافت دوی ته ډاډ ورکړ ،چې په ټول توان کوښښ کوي، په خپله برخه کې ياد شرکت سره لازمه همکاري وکړي، څو د قوش تيپې کانال لومړۍ فاز چې لويه ملي او انکشافي پروژه ده، ژر تر ژره تکميل شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *