افغانستانخبرونه

د اورښتونو د اوبو پر خونديتوب ټينګار

زابل چې د هېواد په جنوب کې پروت ولايت دی، زيات شمېر خلک يې په کرنه او مالدارۍ بوخت دي او له همدې لارې روزي په لاس راوړي.د دغه ولايت کروندګر وايي: دوی يو ځل بيا اندېښنمن دي، چې که د اوبو کنټرول ونه شي او په دغه ولايت کې حکومت بندونه جوړ نه کړي، د تېر به څېر به يې ځمکې وچې پاتې شي.دوو تنو کروندګر محمد اسماعيل او شاداب رسنيو ته ويلي: (( د دې لپاره بايد کوچني بندونه جوړ شي اوس خو اوبه زياتې دي، که کنټرول شي، ګټه به يې ډېره زيات وي.))(( موږ د اوبو د نشت له امله له ستونزو سره مخ وو، د غنمو د اوبه کولو اوبه مو نه درلودې، په دښتو کې خو بېخي اوبه نه وې، پروسږکال موږ د مني فصل نه دی اخيستی.))په ورته وخت کې د کرنيزو چارو کارپوهان هم د اوبو کنټرول مهم ګڼي او زياتوي،چې په کار ده د کوچنيو چيک ډيمونو په مرسته په ټول هېواد کې اوبه کنټرول شي.د کرنيزو چارو کارپوه شاولي همتزي په دې اړه وايي:(( د بندونو جوړل ډېر مهم دي خلک هم کولای شي په خپلو کورونو کې استفاده شوې اوبه د کوچنيو کندو په مرسته کنټرول کړي چې ورسره به د اوبو اندازه لوړه شي.))د معلوماتو له مخې، دامهال په زابل کې د يو شمېر غټو او وړو چيک ډيمونو او بندونو د رغېدو چارې روانې دي.په مرکز قلات کې تېره اوونۍ د توري په نامه د لوی بند د رغېدو چارې د ۹۷ ميليونه افغانۍ په لګښت پيل شوې،چې د دې بند په رغېدو سره به ۶۰۰ هکتاره ځمکه خړوبه شي او د ۱۰۰کيلو واټه برېښنا د توليد ظرفيت به هم ولري.د کروندګرو دغه اندېښنې مو له ولايتي مسئولينو سره شريکې کړې.د زابل د ترنک او قلات د سينديزې حوزې رئيس مولوي عبدالکريم ذوالفقار وايي: په دغه ولايت کې د اوبو د کنټرول لپاره د يو شمېر پروژو چارې روانې دي او پلان لري ،چې واړه بندونه او کانالونه جوړ کړي.هغه وايي: (( موږ کولای شو چې دوی ته واړه بندونه او کانالونه جوړ کړو، څو په دې سره د هېوادوالو اقتصاد پياوړی شي.))په زابل کې په داسې حال کې کروندګر د بندونو جوړېدو غوښتنې کوي ،چې تېر کال په دغه ولايت کې د اوبو کچه کښته شوې وه او ډېر کروندګر د خپلو ځمکو له کرکيلې پر شاه شوي وو.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *